امنیت

د داعش ډلې يو مسوول په ننګرهارکې ونيول شو

کابل / د وري١٤مه / باختر
د ننګرهار د پچيرآګام ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې مسوول له ٩ افرادو سره يې ونيول شو.
پر دغه داعشي تېره شپه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له لورې د دوى پرپټنځي بريد وشو.
د ننګرهار د ملي امنيت يوې سرچېنې باختر آژانس ته وويل؛ د ملي امنيت ځانګړي ځواکونه بريالي شول چې د پچيراګام ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې مسوول له ٩ افرادو سره يې ونيسي.
هغه وويل دغه داعشي د ننګرهار په ځينو سيمو کې په لسګونو خونړيو تروريستي بريدونو لاس درلود.
د داعش ډلې تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته