ټولنه

د دامان ولسوالۍ د قندهار له مرکزسره نښلوله کيږي

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
  په قندهار ولايت کې د څلوروکيلومتره سړک د آوارولو او جوړولو کارچې د دامان ولسوالۍ د قندهار له مرکز سره نښلوي؛ پيل شو.
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ددغه سړک د جوړولو کار به د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له خوا به د دوه ويشتو مليونو افغانيو په لګښت  په پنځو مياشتوکې بشپړشي.
  د دغه سړک د کار د پيل په مراسموکې د قندهار ولايت مرستيال د دغه سړک جوړول، د ترانسپورتي اسانتياوو لپاره مهم وبلل ويې ويل چې د دغه سړک په جوړولو سره به د ناروغانو په تګ راتګ او له يوځاى څخه بل ځاى ته د ميوو په ليږدولوکې زياتې اسانتياوې  برابرې شي .
د دامان ولسوالۍ اوسيدونکو هم د دغې پروژې د کار له امله خوښي وښودله او  د دغې پروژې د کار د پيل له امله له همکارو موسسو او سيمه ئيزو ادارو څخه يې مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته