خبرونهښوونه او روزنه

د دايکنډي خلک د يوې ليسې  ودانۍ جوړوي

 کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر

د دايکنډي د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې د دغه ولايت د سنګ تخت ولسوالۍ خلک په خپل شخصي لګښت د يوې ليسې لپاره ودانۍ جوړوي.

د دايکنډي د پوهنې رياست د خپرونو مسوول محمد طاهر عالمي  باختر آژانس ته وويل، چې د دغې ليسي ودانۍ د سنګ تخت ولسوالۍ د خلکو په شخصي لګښت د يو ميليون  ٤ سوه زرو افغانيو په لګښت د زده کوونکو د کورنیو غړو له خوا جوړېږي.

عالمي زاده زياته کړه، چې دغه ودانۍ په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې په ودانۍ کې یې شپږ درسي خونې په پام کې نيول شوې دي.

په همدې حال کې د دايکنډي د پوهنې رئيس مفتي رحمت الله مدثر له پوهنې سره د دغې ولسوالۍ د خلکو د مرستي او ملاتړ قدرداني وکړه او زياته يې کړه، چې د دايکنډي د پوهنې رياست په دغه ولايت کې د زده کړې حالت د ښه والي او د ستونزو د لرې کولو لپاره هڅې کوي.

مدثر د دايکنډي له سوداګرو او مشرانو وغوښتل چې په دايکنډي کې د زده کړې او پوهنې حالت د ښه والي په لاره کې د پوهنې رياست سره همکاري وکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته