خبرونهټولنه

د دایکنډي د امر باالمعروف او نهې عن المنکر رییس د شهرستان له مشرانو، عالمانو او ځوانانو سره وکتل

کابل / د کب ۲۵ مه / باختر

د دایکنډي د امرباالمعروف او نهي عن المنکر رییس د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره وکتل.

په دې کتنه کې نوموړي خلکو ته وویل چې پرته له کومې اندېښنې خپل هېواد کې ژوند وکړي

د دایکنډي د امرباالمعروف او نهي عن المنکررییس مولوي سالک د شهرستان ولسوالۍ له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د اسلامي شریعت په اډانه کې ځان عیار کړي او له هغو کارونو څخه چې د اسلام مبین دین پرخلاف دي ډډه وکړي.

په ورته وخت کې د شهرستان ولسوالۍ خلکو د امر بالمعروف رییس ته د همکاریو ډاډ ورکړ.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته