کابل/ د مرغومې ۲مه /باختر
د دایکنډي ولایت په امنیې قوماندانۍ کې د اسلامي امارت ځواکونو پرون له غرمې وروسته د امنیې قوماندانۍ له مقر څخه د نیلي ښار تر بازاره پوځی پریټ ترسره کړ.
د باخترآژانس د خبر له مخې؛ د دایکنډي امنیې قوماندان صدیق الله عابد وویل د دغه پوځي پریټ ترسره کولوهدف د دغې قوماندانۍ د وسلو او تجهیزاتو ښودل دي.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت دوښمنانو داسې اوازې خپرې کړې وې چې د دایکنډي په امنیه قوماندانۍ کې نقلیه وسایط نشته او که چیری وي له کاره لوېدلي او ویجاړ شوي دي.
د دایکنډي امنیه قوماندان د دغو آوازو په ردولو سره زیاته کړه چې په دغې قوماندانۍ پورې اړوند ټول نقلیه وسایط فعال دي.
ج-ا