کابل /د کب ۳مه /باختر
د دایکنډی د دولتی اوخصوصی پوهتونونو استادانو د افغانستان د شتمنیو په اړه د جوبایډن وروستی تصمیم ناعادلانه او د ټولو منل شویو نړیوالو موازینو پرخلاف وباله.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د دایکنډي والی حاجي امین الله عبید د جوبایډن فرمان د ټولو نړیوالو موازینو پرخلاف وباله او ویې ویل: د جوبایډن فرمان په هېڅ صورت د منلو وړنه دی.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د خلکو دښمنان په یو ډول نه یو ډول د اسلامي امارت پرخلاف منفي تبلیغات کوي چې له دې جملې څخه یې یوه پلمه د تحصیلی او تعلیمی بنسټونو د تړلو پلمه ده.
هغه زیاته کړه چې موږ او تاسې به په نږدې ورځوکې د محصلانو پرمخ د پوهنتونونو د پرانېستلو شاهدان واوسو، محصلان او استادان به له کومې ویرې پرته خپل لوست ته حاضر شي.
دغه راز د دایکنډي ولایت امنیه قوماندان وویل چې د دغه قوماندانۍ ځواکونه شپه او ورځ د امنیت تامینولو لپاره هلې ځلې کوي اوهیچاته د امنیت ګډوډلو اجازه نه ورکوي.
د ناصر خسرو د لوړو زده کړو موسسې مالی او اداري مرستیال د افغانستان د شتمنیو د کنګل کولو په اړه د جوبایډن وروستی تصمیم د ټولو منل شویو نړیوالو موازینو پرخلاف اوناعادلانه وباله او د ملګروملتو له سازمان څخه یې د دغه تصمیم د لغوه کولو غوښتنه وکړه.
ج-ا