ټولنه

د دره سنګلاخ سړک قير کيږي.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
دجلريز ولسوالۍ د دره سنګلاخ سړک قير کيږي ددغه سړک دپخولو تړون پرون دفوايد عامې دوزارت له خوا دڅه دپاسه درې سوه پنځه شپتيو مليونو افغانيو په لګښت ديو خصوصي شرکت سره لاس ليک کړ .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : :دغه سړک ١٨ کيلومتره اوږدوالى لري او ټاکل شوې ده د اوو مترو په سور سره قير شي.
ويل کيږي ددغه سړک په جوړولو سره دميدان وردګو ولايت بزګرانو ته به زياتې اسانتياوې رامنځته شي ديادونې وړ ده چې ددغه سړک دجوړولو کارتر راتلوونکى يوکال پورې بشپړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته