امنیت

د سره صليب د نړيوالې کميټې په کارکوونو بريددبلخ ديني عالمانواو مدني فعالانو محکوم کړ

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٤ :
په  بلخ ولايت کې مدني فعالانو اوديني عالمانو په جوزجان ولايت کې دسره صليب دکارکوونکو وژل کيدل  بشري ضد وباله او هغه يې په کلکه وغانده.
په بلخ کې مدني فعال نجيب الله پيکان  او ديني عالم محسن دانش  د سره صليب دکارکوونکو وژل کيدل يې د اسلامي زده کړو پرخلاف وبلل او وايي په داسې حال کې  چې دسره صليب دکميټې کارکوونکي په  جوزجان ولايت کې دبشر دوستانه مرستو او د وروستيو واورو د اورښت له امله زيانمنو  شويو کورينو ته دمرستې په رسولو بوخت وو دافغانستان د دښمنانو له خوا شهيدان کړاى شول .
د بلخ  ولايت دغه اوسيدونکي دافغانستان له حکومت څخه غواړي چې دخلکو د سر او مال دساتنې په عنوان او د اساسي قانون په رڼاکې اودنړيوالوسازمانونو دنړيوال مصوونيت  اوامنيت سازمان دکنوانسيونونو پراساس هغه کارکوونکي چې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو  په رسولوبوخت دي  تضمين کړي .
دا په داسې حال کې ده  چې د چهارشنبې په ورځ  د سره صليب دنړيوالې کميټې شپږ تنه کارکوونکي د جوزجان ولايت  په  قوش تيپې  ولسوالۍ کې دداعش  له  خوا شهيدان  شول  او دوه  تنه نور يې له ځان سره بوتلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته