خبرونهاقتصاد

د درونټې برېښناکوټ درېیم توربین په اساسي ډول ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

 کابل/ غوايي۲۰مه/ باختر

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د درونټې برېښناکوټ د درېيم توربین د ترمیم چارې بشپړې اوګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار ولایت د برېښنا رئیس مولوي جان محمد انقلابي باختر اژانس ته وویل چې د یاد توربین د ترمیم چارې يې څه باندې یوه میاشت وړاندې پیل کړې وې، چې بیرته په اساسي دول ترمیم او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړي د درونټې برېښناکوټ د هېواد د ختیځو ولایتونو لپاره مهم وباله او ټینګار يې وکړ چې د فعاله ساتلو لپاره به يې هڅې لا ګړندۍ او دوامداره کړي.

د یاد توربین له خرابیدو وروسته د درونټې بند کې د برېښنا د توليد کچه له (۱۱.۸۵) میګاواټه څخه ۶ میګاواټه ته را ټیټه شوې وه، چې په بیرته ترمیم سره يې د برېښنا د توليد کچه بیرته خپل پخواني حالت ته لوړه شوه.

هیره دې نه وي چې پخوا به د یاد برېښناکوټ د توربینونو د ترمیم لپاره له روسيې او نورو بهرنیو هېوادونو څخه په لوړ قیمت انجنیران راغوښتل کېدل؛ خو اوسمهال د یاد بريښنا کوټ تخنیکي ټیم د دې وړتیا لري چې خراب توربینونه په خپله ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته