امنیت

د درېو قومندانانو په ګډون ۱۸طالبان په کاپيسا کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
د درېو قومندانانو په ګډون ١٨وسله وال طالبان پرون په کاپيسا کې ووژل شول.
د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند عبدالشايق شورش باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د کومانډويانو او هوايي ځواکونو په ملاتړ ګډو عملياتو کې د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ په افغانيه دره او د تګاب ولسوالۍ په صالح کلي کې ووژل شول.
په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو درې سيمه یيز قومندانان هم شامل دي.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په بهير کې ٢۴ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى يو موټر او جنګي وسايل ويجاړ شول.
ختم-شکريه –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته