امنیت

د دفاع وزارت سرپرست فاریاب ته لاړ

کابل / د وري ۱۰ / باختر
د هېواد پوځي جګپوړي مسوولین نن فاریاب ته روان شول.
د ۲۰۹ شاهین قول ارود ویاند فاریاب ته د هېواد د څوجګپوړومقاماتو د سفرخبر ورکړ او ويې ویل چې په دې سفرکې د وسله وال پوځ لوي درستیز سترجنرال یاسین ضیا او د ملي دفاع وزارت سرپرست ، د ملي امنیت د شورا مرستیال ډګرجنرال عبادالله عباد او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال ارکان حرب غلام مصطفی وردګ شتون لري.
د دغې قول اردو ویاند د دغه سفرموخه په دې ولایت کې امنیتي حالت څېړنه او د امنیتي نویو پلانونوترسره کول وبلل.
نورجزییات وروسته خپرېږي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته