سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د دوحې ناسته او د روسیې دریځ؛ شي جینګ پینګ حالت درک کړی دی

کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر

تبصره

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته چې د ملګرو ملتونو له لوري په لاره اچول کېږي، پر لاره او ټاکل شوې د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی، چې مشري یې د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد کوي، په کې ګډون وکړي.

لکه څنګه چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشر سکاټ سمېت کابل کې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال  د دفتر له رییس مولوي ذاکر سره په کتنه کې ویلي، چې د دوحې درېیمه ناسته د ستونزو د حل او تعامل لپاره ګټوره او دغه راز له امارت سره د مسایلو د شریکولو لپاره ښه فرصت دی، دا په دې دلالت کوي، چې ملګري ملتونه پرته له دې چې افغانستان کې د اسلامي امارت نظام د افغانانو د رسمي استازي په توګه ومني، بله لاره او چاره نه لري.

دغه راز روسیه چې د ملګرو ملتونو یو مهم غړی دی، د افغانستان لپاره استازي یې ضمیر کابلوف  ټاس خبري اژانس سره خبرو کې د دوحې ناستې اړوند څرګندوندونو کې ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان قانوني مسولین دي او مسکو له ډېر وخت راهیسې دا موضوع منلې ده.

د نوموړي دا څرکندونې، چې د دوحې ناستې څنډه کې به د اسلامي امارت له استازو سره وګوري، په دې مانا دي، چې دغې ناسته کې به افغانستان کې د یو قانوني نظام په توګه د امارت له پالیسو دفاع کوي او غواړي، چې د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې لاپسې ټینګې کړي.

یو حساس وخت کې چینایي ولسمشر شي جینګ پینګ هم د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې د رغنده رول لوبولو په اړه مهمې څرګندونې کړي.

چین او روسیه په سیمه او نړۍ کې دوه مهم او لوی هېوادونه دي او ښکاره خبره ده، کله چې د یو هېواد په اړه خبرې کوي، نو تر ښه غور وروسته یې کوي، امریکا، اروپا او د نړۍ نور هېوادونه، چې د افغانستان په اړه بې مانا او بې پایلې دریځ لري، باید له چین او روسیې څخه زده کړه وکړي او له اسلامي امارت سره د خبرو او تعامل لاره ونیسي او د دوحې ناسته د دغو خبرو لپاره یو ښه فرصت دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته