سیاستخبرونهفرهنګ

د دوحې ټړون د لاسلیک ورځ په یو شمېر ولایتونو کې ونمانځل شوه

کابل / د کب ۱۱ مه / باختر

د کب له لسمې نېټې څخه د دوحې د تړون دویم کال او له هېواد څخه د امریکا د اشغال د پای ته رسېدو په مناسبت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې دغه ورځ ونماځل شوه.

دغه غونډې چې په همدې مناسبت په کاپیسا ، بلخ، لوګر، بدخشان، بادغیس، دایکنډي، بامیانو او هرات ولایتونو کې جوړې شوې وې ، په کې د شهیدانو قربانۍ وستایل شوې.

په دغو ولایتونو کې مسوولینو وویل چې له اشغال څخه د افغانستان خلاصون د زرګونو شهیدانو د وینو په بیه ترلاسه شوی دی او د جهاد او شهادت د ارزښتونو ساتنه د دې ملت د هر فرد او په ځانګړې توګه د اسلامي امارت د مسوولینو او مجاهدینو دنده ده.

هغوی څرګنده کړه چې د افغانستان پر وړاندې امریکا او ناټوخپله ماتې ومنله او د هوکړه  لیک په لاس لیک کولوسره یې دغه هېواد خوشې کړ.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته