سیاستخبرونه

د دولتي ادارو او د مرستندویو موسسو ترمنځ د بېړنۍ او همغږۍ کمیټې غونډه جوړه شوه

– کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د دولتي ادارو او د ملي او نړیوالو مرستندویو موسسو ترمنځ د بېړنې او همغږۍ کمیټې غونډه نن د فاریاب ولایت د مرستیال په مشرۍ د ولایت د غونډو په سالون کې جوړه شوه.
د ولایت مرستیال عبدالولي اتقاني د موضوع په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له مرستندویو موسسو څخه یې وغوښتل چې د اړوندو ادارو په همغږۍ مرستې په شفاف او عادلانه ډول مستحقو کسانوته ورسوي او دغه راز د بې وزلۍ د له منځه وړل، د پوهنې د ودې او پراختیا، اوبو رسولو، روغتیا او د ویجاړو شویو سړکونو د ترمیمولو په خاطر هم هلې ځلې وکړي.
وروسته د مرستندویو موسسو څو تنومسوولینو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د نړیوالې ټولنې مرستې به اړو کورنیو ته د قومي او سیاسي مسلو په پام کې نیولو پرته په شفاف او عادلانه ډول د اړوندوادارو په همغږۍ ووېشل شي.
حتم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته