امنیت

د دولت دېرشوتنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.

کابل باختر دمرغومې يولسمه
د دولت دېرشوتنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د روزګان ولايت د امنيې قومندانۍ د امنيت امر نورزی وايي چې وړمه ورځ د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د روزګان ولایت په مرکز ترينکوټ پورې اړوند کبوتر خانه سيمه کې ګډو امنيتي ځواکو عمليات ترسره کړل، چې له امله یې د درېو قومندانانو په ګډون درې ويشت تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او لس تنه نور ټپيان دي.
د ده په خبره چې د کبوتر خانې ډېری سيمې د وسله والومخالفينوله شتون څخه پاکې شوي او اوس هم په دغه سيمه کې عمليات روان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته