خبرونهامنیت

د جمهوررییس غني په مشرۍ ارشد امنيتي غونډه ترسره شوه

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهورریيس محمد اشرف غني هرات ته د خپل سفر په بهیر کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان، د هرات والي او په هرات کې د مېشتو امنيتي او دفاعي ځواکونو له رهبرۍ سره په ارشد امنيتي غونډه کې د سويل لوېديځ زون امنيتي وضعيت وارزاوه.

باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې د جمهورریيس پر لومړي مرستيال امرالله صالح او د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سربېره د هرات والي سيد عبدالوحيد قتالي، د فراه والي تاج محمد جاهد، د بادغيس والي حسام الدين شمس او د غور والي نورمحمد کوهنورد هم حضور درلود د هېواد په سويل لوېديځ زون کې پر امنيتي پلانونو او برنامو بحث وشو.

‎جمهوررییس غني له هغوی څخه مننه وکړه او ورته يې لارښوونه وکړه چې د خلکو، د لويو لارو، د ښارونو، د سرحدي ولسواليو او سيمو د لا ښه امنيت تامین او له خلکو سره اړيکو او له نږدې کار ته جدي پاملرنه وکړي.

‎جمهوررییس غني يادو مسوولينو ته ډاډ ورکړ چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ټپيانو ته به رسيدګي کېږي او د شهيدانو کورنيو ته پاملرنه د حکومت په لومړيتوبونو کې ځای لري.

‎جمهوررییس غني په دې زون کې په دندو بوختو ځمکنيو او هوايي ځواکونو څخه مننه وکړه چې د خلکو د امنيت تامین لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او له ولس سره له نږدې د کار کولو او همغږۍ زياتولو په اړه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.#

پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته