سیاست

د دولت پيشنهادي وزيرانو د باور رايې ترلاسه کړې

کابل باختر د مرغومي څلورمه :
د دولت پنځو تنو پيشنهادي وزيرانو او د سترې محکمې د عالي شورا دوو تنو پيشنهادي غړو نن د استازو په مجلس کې د باور رايه ترلاسه کړه .
دباخترآژانس دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې نن د ولسي جرګې د رييس عبدالروف ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوه؛ لومړى نوماندو وزيرانو خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړل او وروسته نوماندو وزيرانو او د سترې محکمې د عالي شورا د دوو تنو غړو ته صندوقونه کيښودل شول او وکيلانو رايې ورکړې.
د رايې د شمېرنو په نتيجه کې د بهرنيو چارو وزارت نوماند انجنير ضرار احمدعثماني د ١٨٣ تاييد رايو په ترلاسه کولو سره ، د انرژى او اوبو وزارت نوماندمحمدعارف نورزى د ١٧٧تاييد رايو په ترلاسه کولو سره، له نشه يي توکوسره د مبارزې د چارو وزارت نوماند دين محمد مبارز راشدي د ١٦٦ رايو په ترلاسه کولو سره، دکانونووزارت نوماند محمد اکبر بارکزى د ١٦٤ تاييد رايو په ترلاسه کولو سره او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت نوماندمحمد شاکر کارګر د١٦٣رايو په ترلاسه کولو سره دملت د استازو د رايو له مخې د دغو وزارتونو تصدۍ ترلاسه کړې.
دبهرنيو چارو وزارت نوماند ژمنه وکړه چې د سيمې او د نړۍ له هيوادونوسره د هيواد مثبت بهرني سياست د تعقيبولو او د افغانستان د ستراتيژيکي همکارۍ ترڅنګ به له هيواد څه په بهرکې د افغانستان د اتباعو د حقوقو دفاع وکري.
د انرژى او اوبو وزارت نوماند محمد عارف نورزي وويل: د افغانستان د اوبو منابعو اوسرچينې فوق العاده ارزښت اواهميت لري، ځکه په اوسني وخت کې له  اقتصادي ، ټولنيز ، سياسي او تجارتي پلوه ډيرې مهمې او ارزښتناکې بلل کيږي خو د اوسنيو ستونزو له مخې دهغو دپرمختيا او استفادې زمينه برابروو .
دسوداګرۍ او صنايعو وزارت نوماند محمد شاکر کارګر د خپلو پروګرامونو د وړاندې کولوپه وخت کې وويل: زموږ هيواد افغانستان له نړيوالو مرستو څخه د اقتصادي نظام جوړولو په لور د تيريدو په پړاو کې دى.
څرنګه چې افغانستان تر ځمکې لاندې زيرمو او منابعو د لرلو لپاره يو بډاى هيواد دى؛ باور لرم چې د اغزمنې پانګې اچونې لپاره د ښو بنسټونوپه برابريدو او د هيواد د سوداګرو د خصوصي متشبثينو د رول په لوړولو  سره به په اقتصادي ودې او دتجارتي قوانينو په ښه والى بريالى شو .
دکانونو وزارت نوماندمحمد اکبر بارکزي څرګنده کړه چې زموږ هيواد زياتې طبيعي منابعو او زيات ظرفيتونه اوامکانات لري چې له دغو ټولو فرصتونو او امکاناتو څخه په استفادې سره به د انډوليزې پراختيا لپاره به ښه زمينه برابره شي او زه به په هيوادکې د ټولو ملي پروګرامونو په پرمخ بيولو ژمن واوسم .
په همدې حال کې د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو نوماند دين محمدمبارز راشدي  خبرې وکړې او يې ويل چې نشه يي توکې له تروريزم وروسته يوه اساسي ستونزه ده.
ده زياته کړه: موږ بايد د کوکنارو دکرکيلې د بندولوپرځاى د هغو دمخنيوى پروګرام ترلاس  لاندې ونيسو او بزګرانو ته ښه بديل وړاندې کړو او هلې ځلې  وشي چې بزګرانو ته ښه قناعت ورکړى شي ترڅو دنشه يي توکو دکرکيلې او توليد مخه ونيول شي .
  دغه راز د سترې محکمې د عالي شورا نوماندو غړو دين محمدګران او عبدالقادر عدالت خواه هر يوه دخپلوکاري پروګرامونوپه بيانولو سره د ١٤٦ او ١٦٠ تاييد رايو په ترلاسه کولو سره دملت داستازو باور ترلاسه کړ .
په دې غونډه کې دخلکو د ٢٤٩ استازو له جملې څخه ٢٣١ تنو ګډون کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته