ټولنه

د فارياب ولايت د ملي پيوستون د پروګرام نوې ودانۍ پرانستل شوه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٥
د فارياب ولايت د ملي پيوستون د پروګرام د امريت ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
د فارياب ولايت د کليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجنير محمد عالم مرآت د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ د نړيوال بانک په مرسته د اوولسو مليونو او دوه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
مرآت زياته کړه: دغه ودانۍ دولس خونې، د غونډو سالون او نورې اړتياوې لري چې د پنځه سوه مربع متره ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسى ډول جوړه شوې ده .
ويل کيږي د دغې ودانۍ په بشپړيدو سره د ځاى د نشتوالي د کمښت له پلوه د دغه آمريت د کارکوونکو ستونزې لرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته