خبرونهامنیت

د دوو وېجاړو شویو هلیکوپټرونو د ترمیم لپاره د ملي دفاع وزارت هڅې دوام لري

کابل، د زمري ۴ مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د دوو وېجاړو شویو هلیکوپټرونو د ترمیم لپاره هلې ځلې پیل کړې.

دغه هلیکوپټرونه د جګړې په وخت کې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې غورځېدلي وو او پرون په دغه ولایت کې د هوايي مفرزې ته ولېږدول شول.

په ختیځ زون کې د هوايي مفرزې قوماندان مولوي رحیم الله عمري باختر آژانس ته وویل چې دغه دو هلیکوپټرونه د ملي دفاع وزارت د سرپرست په لارښوونه د ترمیم لپاره دغې قوماندانۍ ته لېږدول شوي دي.

یو زیات شمېر جنګي وسایل د جګړې له وخت څخه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې پاتي دي او اسلامي امارت د دغو جنګي وسایلو د راټولولو او ساتنې لپاره هڅې ګړندی کړې دي.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته