سیاستخبرونهTOP

د رئیس الوزراء لمړي مرستیال روزګان  ته سفر وکړ

 کابل، د زمری۴مه، باختر

د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزراء لمړي مرستیال  ملا عبدالغني برادر د حج تر فریضې اداکولو وروسته خپل پلارني ټاټوبي روزګان دهراود ولسوالۍ ته سفر وکړ.

باختر آژانس د خبر له مخي، ملا عبدالغني برادر د دهراود ولسوالۍ له سفر وروسته د څلورمې پلې لواء نه هم لیدنه وکړه، چې د یاد ولایت والي حاجي دعوت، مرستیال والي  مزمل، امنیه قومندان بشیر او د لواء قومندان حبیب ترڅنګ نورو نظامي او غیر نظامي مسؤلینو برخه درلوده.

په ورته وخت کي ملا برادر د لواء په داخل کي د ولایت یو شمېر مسئولېنو، د کنډکانو قومندانانو، آمرینو عامو خلکو او مجاهدینو ته وېنا وکړه.

برادر له مجاهدینو وغوښتل چي خپلو وظېفو ته په صداقت او رښتنولي ورودانګي تر څو مو خپل زورېدلې ولس ته د خدمت جوګه شي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته