سیاستTOP

د رئیس الوزراء مرستیال د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل

کابل/ د لړم لومړۍ/ باختر
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په ارګ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره وکتل.
په کتنه کې دیبورالاینس، امریکا متحدو ایالتونو ته د خپل نږدې راتلونکي سفر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړې زیاته کړه: موږ له افغانانو سره د بشري مرستو او د اقتصادي او بانکي ستونزو د حل په برخه کې به اسلامي امارت سره له نږدې همکاري وکړو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا مرستیال وویل، موږ هوډمن یو چې له بین المللي ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو سره له نږدې همکاري او تفاهم ولرو.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د امنیت په شمول لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د دغه ارګان د مثبتو او ګټورو مشورو هرکلی کوي.
ده زياته کړه: دغه راز موږ له ملګرو ملتونو او بین المللي ټولنې غواړو چې د افغانستان نوی حکومت په ځانګړي ډول بانکي سیستم یې پیاوړی کړي، چې له نړۍ سره زموږ همکاري زیاته شي.
د اسلامي امارت د ریاسة الوزرا مرستیال همدارنګه وویل: زموږ لومړیتوب دادی چې د هر افغان فردي امنیت او وګړنیز حقوق تامین شي، هیڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو د امنیت پر ضد استعمال کړي. همدارنګه د نشه یي توکو د کرکېلې، پروسس او قاچاق مخنیوي کوو او له ملګرو ملتونو او بین المللي ټولنې غواړو چې په دې برخه کې افغان کروندګرو ته مناسب بدیلونه برابر کړي.
د دغې کتنې په پای کې اغلې دیبورا لاینس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفترونو د امنیت له خوندیتوبه مننه وکړه.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته