خبرونهاقتصادTOPټولنه

د راتلونکو ۳ ورځو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی

کابل، د کب ۸مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې (کب) مياشتې له ۹مې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود, هلمند او کابل) حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان، غوربند، پنجشېر، لغمان او کونړ سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

سرچينې له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي غوښتنه کړې، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونوپه غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته