سیاست

د روزګان خلکو د اجرائیه رئیس د وروستي دريځ ملاتړ وکړ

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٧:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې د روزګان له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی د جهادي قوماندان او د روزګان د پخواني والي شهید جان محمد خان او د هغه ولایت د پخواني امنیه قوماندان شهید مطیع الله خان زوی او یوشمېر نورو قومي مشرانو خبرې وکړې او د اجرائیه رئیس د وروستي دريځ سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
هغوی د  ملي یووالي حکومت له مشرانو نه وغوښتل چې خپلې کړي ژمنې عملي او لاسلیک شوې موافقه ليک عملي کړي.
دوی همدارنګه د روزګان ولایت د روغتیا، پوهنې، امنیت او نورو برخو کې شوې ستونزې له اجرائیه رئیس سره شریکې او ترې یې د حل غوښتنه وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د روزګان له قومي مشرانو د هغوی د ملاتړ له امله مننه وکړه او ویې ویل، هیله من دی چې اوسنی را منتځه شوی کړکېچ د خبرو له لارې په ارام ډول حل شي. هغه وویل، د ده غوښتنه او غږ د شخصي ګټو لپاره نه، بلکې د ملي ګټو لپاره دی. هغه وویل، دوی له افغان ملت سره ژمنې کړي او اړتیا ده چې اوس دغه ژمنې عملي شي، چې د دې ژمنو لویه برخه د سیاسي موافقه ليک په عملي کېدو سره ترسره کېږي.
اجرائیه رئیس ډاډ ورکړ، په نېږدې وخت کې به د پوهنې او روغتیا وزارتونو یو لوړ پوړی پلاوی روزګان ولایت ته د روغتیايي او پوهنیز بهیر د ارزونې لپاره واستوي، څو خپل رپوټ اجرائیه رئيس ته وړاندې کړي او د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي. همدارنګه یې د بیارغنیزو چارو د پيل او امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره هم د اقداماتو ژمنه ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته