خبرونهاقتصادټولنه

د روزګان په چنارتو ولسوالۍ کې افغان بیسیم مخابراتي شبکې خپل فعالیت پیل کړ

 کابل ، د چنګاښ ۱۱ مه ، باختر

د روزګان  په چنارتو ولسوالۍ کې شاوخوا د یوولس کلن ځنډ وروسته افغان بیسیم مخابراتي شبکې خپل فعالیت بیا پیل کړی دی.

په روزګان کې د اترا ادارې مسوول احمد جاوید خپلواک باختر آژانس ته وویل، چې نن د دغه ولایت په چنارتو  ولسوالۍ کې افغان بیسم مخابراتي شبکې خپل فعالیت پيل کړی دی.

د خپلواک په خبره شاوخوا یوولس کاله مخکې دغې شبکې په یاد ولایت کې فعالیت درلود چې د سایټونو د ویجاړېدو وروسته یې فعالیت بند شو، چې اوس یې بیا ځلي د مخابراتو وزارت او افغان بیسیم مخابراتي شرکت په هڅو یې فعالیت پیل کړ.

همدا راز نوموړي باختر آژانس ته وویل، چې تر چنارتو ولسوالیو پورې غځېدلی لینک به د خاص روزګان ولسوالۍ ته رسېږي او په دواړو ولسوالیو کې د ۲ G انټرنیټي خدمتونه دا مهال فعالېږي او تر ځنډ ورسته به د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ۳ G انټرنیټي خدمتونه فعال شي.

د یادونېي وړ ده چې د اسلامي امارت په بیا واکمن کېدو سره د روزګان  په ټولو ولسوالیو کېي د افغان بیسيم مخابراتي شبکې خپل فعالیت پیل کړی او خلک یې د خدمتونه څخه برخمن شوي دي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته