خبرونهاقتصادټولنه

د روسيې بشر دوستانه مرستې کابل ته راورسېدې

کابل، د چنګاښ٢٢مه، باختر

د افغانستان د پېښو د څېړنې په چارو کي د دولت وزارت کابل ته د فدراتيفې روسيي          د بشر دوستانه مرستو د رارسېدو خبر ورکړى دى.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د پېښو د څېړنې په چارو کې د دولت وزارت نن د چنګاښ په ٢٢مه  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې مرستو کې درمل، خيمې او کمپلې شاملې دي، چې د هوا له لارې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته لېږدول شوې دي.

د پېښو د څېړنو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست غلام غوث ناصري د دغو مرستو د تسليمۍ په مراسمو کې د افغانستان له خلکو سره  د روسيي د مرستو اوهمکاريو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې ويلي، چې هڅه کوي دغه  بشردوستانه مرستې په شفاف او عادلانه ډول د طبيعي پېښو پر مصيبت ځپلو ووېشي.

په دغو مراسمو کې په کابل کې  د روسيي سفارت مرستيال انتون لاوروف ويلي، چې په دې مرستو کې ٣٠ خيمې، زر کمپلې او يوه اندازه درمل شامل دي چې په  افغانستان کې د طبيعي پېښو له مصيبت ځپلو سره مرسته شوې ده.

د روسيي سفارت مرستيال ويلي، چې د روسيي مرستې به په  افغانستان کې د زلزلې  او سېلاوونو له مصيبت ځپلو سره دوام وکړي.

د يادونې وړ ده چې په پکتيکا او خوست کې سختې زلزلي او د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې د سېلاوونو له راوتلو وروسته ګاونډيو او د سيمې هېوادونو  افغانستان ته خپلې مرستې  لېږلي، او يو شمېر نورو هېوادونو هم ژمنه کړې، چې د دغو پېښو له مصيبت ځپلو سره به مرسته وکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته