خبرونهنړۍ

د روسيې په سايبريا کې په چاودنه کې څلورپنځوسوکسانو ته مرګ ژوبله وواښته

 نړيوالې خبري سرچېنې / د ليندۍ٥مه / باختر:

روسي چارواکي وايي د سايبريا په کمروو سيمه کې  د ډبرو سکرو يوه کان ته څيرمه په يوه چاودنه کې څه ناڅه ١١ کسان ووژل شول  او ٤٣ نور ټپيان شول.

د روسي د بيړنيوي حالاتو وزارت پرون وويل چې د نورو ٤٩  کان  کيندونکو برخليک لا هم معلوم نه دى ځکه چې د کوزباس په سيمه کې له کان څخه په سلګونو کسان ايستل شوي دي.

ځايي ژغورونکو ډلو د پنځو تنو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

(SDS- Ugol) چې دروسيې  د ډبرو سکرو يو له سترو شرکتونو څخه دى ويلي چې  څه ناڅه ٢٨٧ کسان سهار وختې په کان کې  دننه وو.

د روسيي د بيړنيوحالاتو وزارت مطبوعاتي دفتر ويلي په سيمه کې د ژغورني عمليات روان دي او تر اوسه پورې د ډبرو له سکرو ٢٣٦ تنه  ايستل شوي دي.

د لومړنيو راپورونو له مخې دچاودنې احتمالي لامل د ډبرو سکرو اوراخيستل و.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته