روغتیا

د روغتيايي ادارو کارونه وارزول شول

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح نن په يوه غونډه کې د روغتيايي ادارو کارونه وارزول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د تخنيکي کمېټو او د ولايتونو د عامې روغتيا رياستونو مسوولينو د کروناويروس له درېمې څپې سره د مبارزې په اړوند د خپلو کارونو او ننګونو رپوټونه او پېشنهادونه وړاندې کړل.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست د روغتيايي ادارو د کارونو د ارزونې ترڅنګ د اړوندو ادارو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې له کروناويروس سره د مبارزې په خاطر د روغتيايي مرکزونو د سمبالولو او د موجوده ستونزو د لرې کولو په خاطر جدي اقدام وکړي.
هغه په خپلو کړو وړو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د يوشمېر تطبيقوونکو موسسو پر بې پروايي ناخوښي څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ، هغه موسسې چې د خپلو قراردادونو له مخې عمل ونه کړي؛ د هغوى قراردادونه به لغو شي.
ډاکټر مجروح يو روغتيايي ټيم موظف کړ چې د کروناويروس په اړوند د قندهار روغتيايي حالت له نږدې وڅېړي او د هغوى ستونزې حل کړي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته