روغتیا

د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو پرښه والي ټينګاروشو

کابل / د تلې١٣مه / باختر:
د عامې روغتيا وزارت معينانو د بنسټيزو روغتيايي او روغتوني خدماتو پلي کوونکو ادارو چارواکو سره په ناسته کې د روغتيايي خدمتونو د چمتوکولو پراړتيا تينکاروکړ.
د باخترآژانس دخبرله مخې:
په دې غونډه کې دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو معين ډاکترعبدالباري عمر په هېواد کې د روغتيايي مرکزونو د تمويل په اړه معلومات ورکړل، کوم چې د نړيوال فند له لارې د يوې مياشتې لپاره ورکول کېږي او د روغتيا پروژې له خوا پلي کېږي.
هغه د پلي کوونکو ادارو له مسوولينو څخه وغوښتل چې د روغتيايي خدمتونود کيفيت او دوام، د روغتيايي مرکزونو تجهيز او بشپړول ، د بودجې د لګښت او د حساب ورکولو په برخه کې دعامې روغتيا وزارت سره همکاري وکړي.
ډاکترعمرزياته کړه، د روغتيايي خدمتونود وړاندې کوونکو موسسو لپاره دا يوه آزمايښي دوره ده ترڅو هغوى وکولاى شي د خپلو کارونو د دوام لپاره د هغو قراردادونو له مخې چې ورسره شوي دي دعامې روغتيا وزارت همکاري وکړي له دې پرته سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
هغه د اصلاحاتو، د روغتيايي سيستم د ښه کولو او پياوړتيا، شايسته سالارۍ، تخصص، د شتو ننګونو او د ادارو ترمنځ پرهمغږي له ګډونوالو سره خبري وکړې.
دغه راز د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ اوپلان معين ډاکترمحمدحسن غياثي تطبيق کوونکو موسسو مسولانو ته دعامې روغتيا وزارت د مشرتابه ډاډ ورکړ او له هغوى څخه يي وغوښتل چې په هېواد کې د عامې روغتيا وزارت سره په جديت، ايماندارۍ په همغږۍ کې د روغتيايي سيستم د ودې او اړو کسانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مرسته وکړي.
وروسته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو موسسو مسوولانو د خپلو کارونو او فعاليتونو د دوام په باب دعامې روغتيا وزارت ډاډ ورکړ او د دغه وزارت د مشرتابه له لورې د دوى د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او د ستونزو د حل په باب لازمې پريکړې وشوې.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته