سیاست

جمهور رئیس غني د جلریز په ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د هر اړخیزې څېړنې په موخه یو پلاوی موظف کړ

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم له مخې، یو لوړ پوړی دولتي پلاوی موظف کړای شوی دی چې د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ ته لاړ شي او په دغې ولسوالۍ کې د هغې وروستۍ پېښې عوامل او انګېزه په هر اړخیز ډول وڅېړي چې له امله یې یو شمېر سیمه يیز پولیس شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول .
په حکم کې پلاوي ته لارښوونه شوې ده چې د میدان وردګو د والي، ولایتي شورا، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ د جلریز ولسوالۍ امنیتي حالت وڅيړي، اوښتې مرګ ژوبله او زیانونه تثبیت کړي او له مخې یې خپل رپوټ ډېر ژر د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته