روغتیا

د روغتيا په برخه کې د حکومت په پاملرنې ټينګار

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
د هرات ولايتي شورا په دغه ولايت کې د روغتيا برخې پراختيا ته د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ولايتي شورا رييس کامران عليزايي د عامې روغتيا وزارت له ستر سلاکار ډاکتر ستانکزي سره په کتنه کې د دغه ټکي په اعلامولو سره د روغتيا د برخې له پروګرامونو سره د ولايتي شورا ملاتړ اعلام کړ.
ستانکزي د هرات ولايت ته د خپل سفر موخه د خلکو د ستونزو څيړنه وبلله .
عليزايي وويل: ولايتي شورا تل له ټولو رياستونو او په تېره بيا د عامې روغتيا د رياست همکار دى .
لکه څرنګه چې له دغې برخې سره د همکارۍ په موخه د شورا غړى ډاکتر حديد او ډاکتر حيدري د روغتيا د برخې د همکارانو په توګه معرفي شوي دي.
د ولايتي شورا غړي نجيب الله محبي زياته کړه : د ډاکتر کلمه د انسان او د انسان دوستۍ ښکارندويه ده او بايد له سياست سره يو ځاى نه شي او د ډاکتر صاحب کبير د ملاتړ غوښتنه يې وکړه.
په پاى کې هيئت د ٢٣ بستر د زياتوالي زيرى ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته