سیاست

اجرائیه رئیس د سیګار له مشر سره د فساد پر مخنیوي اود اداري اصلاحاتو په باب خبري وکړې

کابل باختر دسلواغې يوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس نن د افغانستان د بیارغوني په برخه کي د امریکا د خاصې پلټونکي ادارې (سیګار) له مشر جان ساپکو سره په کابل کي وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې له فساد سره د مبارزې، د افغان حکومت پر اقداماتو او د پوځي او ملکي ادارو په کچه د اصلاحاتو پر پروسه باندې خبرې وشوې.
د سیګار مشر جان ساپکو له اجرائیه رئیس سره په دې کتنه کي وویل، چي اداره یې او په ټوليزه توګه د امریکا دولت د فساد سره په مبارزه کي د افغان حکومت د هڅو ستاینه کوي او د تیرو څو میاشتو قاطع فعالیتونه یې د راتلونکي پر لور اساسي ګامونه ګڼي.
ده زیاته کړه، چي د ملکي او پوځي ادارو په کچه د اصلاحاتو په موخه اداري بدلونونه د سالمي رهبرۍ لپاره اساسي ارزښت لري او له فساد سره د مبارزې راتلونکي ته یې خوشبیني زیاته کړې ده.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سیګار له مشر سره په کتنه کي وویل، چي افغان حکومت په کلک هوډ د فساد پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي او له ولس سره خپلو تعهداتو ته ژمن دی.
نده زیاته کړه چي په پوځي او ملکي ادارو کي اصلاحات د حکومت له لومړیتوبونو او د اصلاحاتو د جامع لړۍ یوه برخه ده چي په راتلونکي کي به هم دوام ومومي.
هغه یادونه وکړه چي عدلي او قضايي ارګانونه له فساد سره په مبارزه کي په خپلواکه توګه فعالیت کوي او ډېر تمرکز یې د فساد د لویو دوسیو څېړلو ته دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته