خبرونهروغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د وینې ورکولو د فرهنګ د پراختیا غوښتنه کړې ده

کابل، د غبرګولي٢٤مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د وینې ورکولو نړیواله ورځ د “پیوستون” په شعار سره ونمانځله.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په هغو مراسمو کې چې نن (د غبرګولي ٢٤مه) د عامې روغتيا وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوي و،  وينا والو د وينې د ورکړې پر اړتيا او اهميت ټينګار وکړ او له خلکو يې وغوښتل چې د وينې د را ټولولو په کمپاين کې برخه واخلي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي چې په دې مراسمو کې یې خبرې کولې، ویې ویل، وینه د ژوند ژغورونکی عنصر دی او د انسان ژوند ژغوري او وینه ورکول د هر افغان وګړی ملي، دیني او انساني دنده ده.

نوموړي د عامې روغتيا له وزارت سره د نړيوال روغتيايي سازمان له همکاريو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې افغانستان د وينې د را ټولولو په برخه کې د نړيوالو موسسو زياتو مرستو او همکاريو ته اړتيا لري.

له بلې خوا د وينې د ملي بانک رئيس ډاکټر محمد ناصر صادق وايي، چې په ١٤٠٠ لمريز کال کې يې  ۱۳۸ زره ٦٢٩ يونټه (شاوخوا ۶۹ ميليونه سي سي) وينه راټوله کړې او ۹ زره  ٨٩٥ يونټ وينه يې پراړمنو کسانو وېشلې ده.

د هغه په ​​وينا، په تېر کال کې د(اچ.آى.وي)، تور زيړي او نورو نا علاجو ناروغيو ٩١٥٣ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، د وينې د ملي بانک رئيس له خلکو وغوښتل، چې        د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، څو اړمنو ته وينه ورکړي او د وينې ورکولو په کمپاين کې برخه واخلي.

له بلې خوا د معالجوي طب رئیس ډاکټر احمد سير پاسون د وینې ورکولو پر اهمیت او اړتیا د ټینګار تر څنګ له خصوصي سکتور څخه وغوښتل، چې د وینې د بانکونو په جوړولو کې پانګونه وکړي. هغه له خصوصي روغتونونو څخه وغوښتل، چې په دولتي سکتور کې د وینې د فشار او زیاتې اړتيا د کمولو په موخه د وینې راټولولو او وېش لپاره ځانګړې څانګې جوړې کړي. دغه راز د روغتيا د نړيوال سازمان استازى وايي، چې په افغانستان کې د وينې ورکولو فرهنګ کمزورى دى او خلک لا هم د وينې له ورکړې وېره لري.

په دغو مراسمو کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي ډاکټر صفي الله نديم وويل،       چې په کومو پرمختللو هېوادونو کې چې وينې ته لاسرسى ډېر کم دى، نو په دغو هېوادونو  کې وينې ته اړتيا لرونکي ناروغان له خطر سره مخ دي.  نوموړي ډاډ ورکړ، چې د روغتيا نړيوال سازمان به د وينې د ټولولو او وېش په برخه کې له عامې روغتيا وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي. د روغتیا د نړیوال سازمان استازي له حکومت او په ځانګړې توګه د عامې روغتیا له وزارت څخه وغوښتل چې د عامه پوهاوي د کمپاینونو په پیلولو سره د افغانستان په خلکو کې د وینې ورکولو فرهنګ دود او پیاوړی کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان  د ۲۰۰۵ کال د جون ۱۴ د وینې ورکولو د نړیوالې ورځې په نامه ونوموله ، ترڅو د وینې ګروپونو کشف کونکي کارل لنډشتاينر د زیږون کالیزه ونمانځي. دا ورځ هرکال په ټوله نړۍ کې د مراسمو په ترسره کولو او د پوهاوي کمپاینونو په ترسره کولو سره نمانځل کیږي.

روغتیا پوهان وايي، ناروغانو ته د وینې ورکول ، وینې ورکوونکي ته هېڅ زیان نه لري او د وینې هرڅاڅکي ورکول  کولاى شي د یو انسان ژوند وژغوري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته