خبرونهورزش

د رونالدو غوسه د يو ناروغ ماشوم د درملنې سبب کېږي

 کابل /د وري ١٢مه /باختر

د پرتګال د ملي ټيم د کپتانۍ بازوبند چې رونالدوهغه په غوسې سره په ځمکه وغورځاوه ټاکل شوې ده  وپلورل شي چې د يوماشوم د درملنې د لګښت يوه برخه چې په خطرناکې ناروغى اخته دى ، تامين شي.

رونالدو د صربستان د فوټبال د ملي ټيم په وړاندې د پرتګال د ملي ټيم د لوبې په بهير کې له هغه وروسته  په غوسه شو چې د لوبڅار مرستيال د هغه قانوني ګول غير قانوني اعلام کړ.

د فوټبال دغه پرتګالي ستورى د لوبې په پاى کې په داسې حال کې چې د لوبې له ډګر څخه د وتلو په حال کې و ، د خپل کپتانى بازوبند په غوسې سره په ځمکه وغورځاوه اولاړ.

دغه بازوبندد ورزشکاه د نظم د ټينګښت يومامور رايکو متيچ  يوخيريه بنسټ دى ورکړ چې ليلام شي او د يوشپږ کلن ماشوم د درملنې يوه برخه  چې په خطرناکې ناروغى اخته دى تامين شي.

ډاکترانو ويلي دي چې د دغه صربي ماشوم درملنه دوه نيم ميليونه يورو لګښت لري چې د ماشوم کورنى د دومرو پيسو د ورکولوتوان نه لري .

د باختراژانس  د خبرله مخې؛ ټاکل شوې ده دغه بازوبند د درې ورځو لپاره په انلاين ډول پلورنې ته وړاندې شي .

يوصربستانى خيريه بنسټ ويلي دي چې دغه بازوبند په هغه چا پلوري چې زياتي پيسې ورکړي.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته