ټولنه

د روژې د مبارکې مياشتې په درشل کې د ملي اردو د شهيدانو له کورنيو سره مرسته کېږي

کابل /د وري ١٢مه /باختر
د ملي دفاع وزارت د روژې د مبارکې مياشتې په درشل کې د هېواد د ملي اردو د شهيدانوله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
د دغو مرستو بهير د ننګرهار له ولايت څخه پيل شو.
ټاکل شوې ده په هېواد کې د ملي اردو د شهيدانو زرګونه کورنى د بشر دوستانه مرستو تر پوښښ لاندې ونيول شي.
د افغانستان د لوى درستيز مرستيال ډګرجنرال اقبال علي نادري د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د کتنې په وخت کې وويل هلې ځلې کوي د دغه پروګرام په چوکاټ کې د ملي اردو د شهيدانو زياتره کورنۍ مرستې ترلاسه کړي .
تراوسه پورې په هېواد کې په وروستيو شلو کلونوکې د ملي اردو د شهيدانو دقيق شمېر معلوم نه دى .
ختم٠-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته