سیاستخبرونهTOP

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د کورنیو چارو وزارت له سرپرست او د استخباراتو له عمومي رئيس سره وکتل

کابل، د چنګاښ ۱۰مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د کورنیو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو له عمومي رئیس مولوي عبدالحق وثیق سره وکتل.
په دې کتنه کې، د افغانستان او سیمې د وضعیت ارزولو او بحث ترڅنګ خلیفه سراج الدین حقاني او مولوي عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته خپل وروستی سفر او د هغه هېواد له چارواکو سره لیدنې د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا لپاره مهمې یادې کړې.
هغوی زياته کړه، چې ګڼ شمېر نور هېوادونه هم له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا لري.
دوی همدارنګه د تلپاتې امنیت د ټينګښت لپاره د خپلو هڅو یادونه وکړه او ویې ویل چې د امنیتي ادارو ترمنځ ښه همغږي او جامع امنیتي پلان خلکو ته د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړې ده.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر ښه او مثبت تعامل د ټینګار تر څنګ وویل چې د هر اړخيزې سياسي پاليسۍ په رڼا کې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د تعامل او اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د مثبت تعامل په پايله کې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړيکې په پراخېدو دي او دا د اسلامي نظام سياسي پرمختګ ښيي.
د يادونې وړ ده، چې د رياست الوزراء سیاسي مرستیال هغوی ته د اړوندو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته