سیاستخبرونهTOP

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د عربي متحده اماراتو له نوي رييس سره په کتنه کې د خليفه بن زاهد آل نهيان د مړينې له امله د خپلې غم شريکي مراتب څرګند کړل

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال  ملا عبدالغني برادر چې د عربي متحده اماراتو د پخواني رييس خليفه بن زاهد آل نهيان د تعزيت په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کړى و، د دغه هېواد له نوي رييس شيخ محمد بن زاهد آل نهيان سره وکتل او د خليفه بن زاهد آل نهيان د مړينې په خاطر یې غ مشريکي څرګنده کړه.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛  د رياست الوزرا د  لومړي معاونیت مطبوعاتي دفتر د يوې  خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې  د افغانستان د حکومت په استازيتوب د خليفه بن زاهد آل نهيان د مړينې  له امله  د عربي متحده اماراتو خلکو او حکومت سره غم شریکي څرګنده کړه.

د خبرپاڼې له مخې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال عربي متحده اماراتو ته د خپل سفر په بهير کې د دغه هېواد له نورو مقاماتو سره هم وکتل  او د تجارتي اړيکو د پياوړتيا په اړه يې خبرې وکړې.

ملا عبدالغني برادر د عربي متحده اماراتو له لوړ پوړو چارواکو وغوښتل چې د افغانستان اتباعو ته د ويزې د صادرولو ستونزه حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتکو د الوتنې بهير پيل کړي.

د رياست الوزرا مرستيال د عربي متحده اماراتو له مقاماتو وغوښتل، هغه افغان بنديان چې درانده جرمونه نه لري آزاد کړي او د هغو کسانو دوسيې چې جرمونه يې ثابت شوي افغانستان ته يې وسپاري چې د هغو په اړه تصميم ونيول شي.

له بله پلوه  د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال عربي متحده اماراتو ته  د خپل سفر په بهير کې  په دغه هېواد کې د ميشتو افغان سوداګرو په غونډه کې هم ګډون وکړ.

ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو او پانګه والو ته بلنه ورکړه چې هېواد ته راستانه شي او خپلو اقتصادي او سوداګريزو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

هغه سوداګرو او پانګه والو ته ډاډ ورکړ چې  په افغانستان کې  د دوى د سر او مال امنيت تامين دى او د هغوى  پانګونې ته به لازمې آسانتياوې برابرې شي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته