سیاستخبرونهاقتصادTOP

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند “افغان پانګه” محدود المسٶليت شرکت پرانيست

کابل، د غبرګولي ۲۹ مه، باختر
د افغان پانګې شرکت د پرانیستې په مراسمو کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي چې د یاد شرکت يوه ښه ځانګړنه دا ده، چې د ټولو قومونو استازي په کې شته دی.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي امارت او په تېره بيا اقتصادي کمېسيون چې موږ يې په رأس کې يوو، د سوداګرو پوره ملاتړ کوي.

ښاغلي برادر زیاته کړې چې له دوی سره د اقتصادي کمېسيون په غونډو کې سوداګر عملاً برخه اخلي او په ګډه یې ستونزو ته حل پيدا کوي.
د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال زياته کړې، چې الله تعالى افغانانو ته يو غني هېواد ورکړی، چې ډېر پراخ کانونه لري.
په خبره یې افغان پانګه وال بايد ټول په ګډه سره په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، د هر چا عزت په خپل وطن کې دى او په بل هېواد کې عزت نشته.
اقتصادي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت له ټولو هغو افغان کادرونو او سوداګرو چې په بهر کې دي، غواړي چې خپل وطن ته راشي او دلته په ګډه له خپلو افغان وروڼو سره کار وکړي.
د یادونې وړ ده چې افغان پانګه یو محدود المسؤلیت شرکت دی چې په څلورو لویو سکتورونو (کانونو، انرژي، ساختماني او کرنې) برخو کې یې د 250 ملیونه ډالرو لومړنۍ پانګونې سره نن خپل فعالیت پيل کړ.
ن/ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته