سیاستخبرونه

د رياست الوزرا مرستيال د تخار له والي او مرستيال سره وکتل

کابل / د کب لومړۍ / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار له والي مولوي نورالدين عمير او د ياد ولايت مرستيال جان محمد حمزه او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې، د تخار والي او ورسره پلاوي د ياد ولايت د امنيتي وضعيت ډاډ ورکړ او همدا راز په مختلفو برخو کې يې د هغه ولايت مسائل او ستونزې د رياست الوزرا له مرستيال سره شريکې کړې او د هغو د حل لپاره يې د اسلامي امارت له رهبرۍ او مسوولينو څخه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هغوی سره ژمنه وکړه چې د تخار مسائلو او ستونزو ته به لازمه پاملرنه وشي او حکومت هڅه کوي چې په ټولو برخو کې شته ستونزې ژر تر ژره په اساسي ډول حل شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته