TOPښوونه او روزنه

د رييس الوزرا مرستيال د دولتي پوهنتونونو له يو شمېر استادانو سره وکتل

کابل/ د مرغومي ٢٩مه / باختر:
د رييس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر پرون د دولتي پوهنتونونو له يوشمېر استادانو سره وکتل.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د اسلامي امارت د رييس الوزرا مرستيال ملاعبدالغني برادر د دولتي پوهنتونونو له يوشمېر استادانو سره په کتنه کې وويل چې لوړې زده کړې د يو هېواد د پرمختګ او خلکو د سوکالۍ لپاره مهم دي او اسلامي امارت ژمن دى چې د شرعي اصولو له مخې ښځو او نارينه و ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.
په دې کتنه کې دهېواد د دولتي پوهنتونونو د اتحاديې رييس ډاکتر نجيب الله امرخيل وويل چې افغانستان د سيمې په کچه له لرغوني تاريخ سره لوړې زده کړې او تجربه لرونکي استادان لري .
امرخيل د استادانو د معاشونو کمښت، استادانو ته د دايمي ځاى نشتوالى. په تدريسي نصاب کې پرله پسې بدلونونه د دولتي پوهنتونونو د استادانو ستونزې وبللې.
د رييس الوزرا مرستيال د استادانو د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې په نږدې راتلوونکي کې د لوړو زده کړو بهير په نورمال ډول پيلېږي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته