![Ps202407028](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/07/PS202407028-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۱۲مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې، چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه، ویلي چې اسلامي امارت د ولس پر مټ او ملاتړ هغه لويې پروژې پيل کړي، چې په تېرو لسیزو کې یوازې د کاغذ پر مخ وې او د پیل شونتیا یې نه وه.
یادو دیني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو سيمو کې د سراسري امنیت په ټینګښت او د رغنيزو پروژو د کارونو په جريان خوښوي وښوده او د خلکو د هوساینې لپاره يې د لا ډېرو نورو پروژو پلي کېدو غوښتنه وکړه او خپل وړاندیزونه یې په ليکلې بڼه د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت مقام ته وسپارل.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د ولس پر مټ او ملاتړ هغه لويې پروژې پيل کړي، چې په تېرو لسیزو کې یوازې د کاغذ پر مخ وې او د پیل شونتیا یې نه وه.
هغه زیاته کړه، چې ټولې دولتي ادارې د خلکو په خدمت کې دي او ولس ته چوپړ د حکومت مهم مسؤلیت او دنده ده.
هېره دې نه وي، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له اسلامي امارت سره د دیني عالمانو او قومي مشرانو د همکاريو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې په وړانديزونو به يې غور وشي.