سیاستخبرونهTOPټولنه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د حکومتي بنسټونو د خدماتو د وړاندې کولو لړۍ به لاغوره او پراخه شي

کابل، د چنګاښ ۳مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د بېلابېلو ولایتونو له یوشمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو، مجاهدینو او د دولتي ادارو له یوشمېر مسؤولینو سره وکتل.
ګډونوالو په دغه کتنه کې سیاسي مرستیال ته، د حج د مبارکې فریضې د ادا کولو له امله مبارکي وویله او د نوموړي د روغتیا او ښه خدمت لپاره یې دعا وکړه.
يادو قومي مشرانو همدارنګه له نظام سره د خپلې همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چې افغان ولس د باثباته او اسلامي حکومت غوښتونکي دي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو مخ وانه ړوي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې د امنیت په ټېنګښت کې له اړوندو ادارو سره د خلکو د همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت ټوله تکیه پر ملت ده او د حکومت د پرمختګونو سبب د خلکو له لوري اسلامي نظام ته لاس ورکول دي.
نوموړي همدارنګه دولتي ادارې ولس ته د خدمت وړاندې کولو په برخه کې مسوولې وبللې او ويې ويل چې د حکومتي بنسټونو د خدماتو د وړاندې کولو لړۍ به لاغوره او پراخه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته