سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد د۳۴ ولایتونو دمدني ټولنو له لسګونو نارینه او ښځینه استازو سره وکتل

کابل، د غبرګولي ۲۶ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د هېواد د۳۴ ولایتونو د مدني ټولنو له لسګونو نارینه او ښځینه استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې آغلې معصومې جامي په هیواد کې دمدني ټولنو، محمدابراهیم تولا داقتصاد ،حبیب الله پوپل دښوونې او روزنې او تمیم شاهد د وګړنیزو حقوقو د ارزښت او اړوندو شته ستونزو په اړه ویناوې وکړې .
دوی د اسلامي نظام په راتللو خوښي او د هرډول همکارۍ ډاډ وښود.
ورپسې نورو ګډونوالو هم خپلې پوښتنې، اندېښنې اوغوښتنې مطرح کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په هر اړخیزه وینا کې د هغوی غوښتنو او پوښتنو ته مناسب ځوابونه وویل .
نوموړي افغانستان دټولو افغانانو ګډ کور او داسلامي نظام ساتنه د ټولو ګډه فریضه وبلله . هغه له ګډونوالو سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل: زموږ دروازې تل ستاسې پر مخ خلاصې دي او اسلامي امارت ستاسو هر ډول اصلاحي تنقید مني او د اصلاح کوښښ کوي .
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه چې امارت ځینو شته ستونزو ته متوجه دی او د حل لپاره یې هڅې روانې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته