سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي امارت تر ټولو لوی بیرغ پورته او رپاند کړ

کابل / د وري ۱۱ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن مازیګر پر وزیر محمد اکبر خان غونډۍ د افغانستان اسلامي امارت تر ټولو لوی بیرغ پورته کړ.
په دغو مراسمو کې چې د کابینې یو شمېر غړو او د اسلامي امارت نورو مشرانو هم حضور درلود، ښاغلي حنفي په پرانېستې وینا کې وویل چې د اسلامي امارت سپین بیرغ د سولې، ورورولۍ، حاکمیت، توحید او اسلامي نظام نښه ده.
حنفي زیاته کړه چې د سپین بیرغ او توحید کلمې لوړولو لپاره زرګونه ځوانانو قربانۍ ورکړې دي او نن د هغوی د قربانیو په پایله کې په ټول افغانستان کې یو مقتدر اسلامي نظام حاکم شوی او پالل او ساتل یې د ټولو دنده ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي امارت لیدلوري ته په اشارې وویل چې اقتصادي ثبات او هوساینې ته د رسېدو لپاره به په ټول هیواد کې د بنسټیزو پروژو کارونه پیل شي او مترقي افغانستان ته د رسېدو لپاره مو پیل له قوش تیپې کانال څخه وکړ چې له ملي بودجې څخه جوړېږي.
په همدې حال کې د چارو ادارې مرستیال شیخ مولوي نورالحق انور په هیواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره د قربانیو ستاینه وکړه ویې ویل، سپین بیرغ د هیواد د خپلواکۍ، امن او د مرکزي حکومت د استحکام لویه نښه ده.
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین ډاډ ورکړ چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو بشپړه وړتیا لري او هیچاته به اجازه ور نه کړي چې افغانستان بیا ملک الطوایفي ته بوځي.
د ریاست الوزرا د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې مرستیال مولوي احمدالله متقي د بیرغ پورته کولو مبارکي ټولو ته وویله او د توحید کلمه یې د ټولو افغانانو ګډ اسلامي او ملي ارزښت یاد کړ.
پر وزیر محمد اکبر خان غونډۍ د اسلامي امارت د سپین بیرغ پورته کولو په مراسمو کې قاري محمد ابراهیم شېرزي سپین بیرغ ته خپله ترانه هم وویله او دغه مراسم د حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي ثاقب په دعایې سره پای ته ورسېدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته