سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند د کجکي بند دویم فاز ګټې اخیستنې ته وسپاره

کابل، د زمري ۵مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند نن د هېواد په جنوب هلمند ولایت کې، د کجکي بند دویم فاز ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اوبو او انرژۍ وزارت سر‍پرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د اقتصاد سر‍پرست وزیر قاري دین محمد حنیف، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شېرمحمد عباس ستانکزی، په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای او یو شمېر معینانو او مسئولینو کډون کړی و.

د غونډې په پیل کې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند وویل: نړیوالو زموږ وطن آباد نه، بلکې ویجاړ کړ او اوس یې موږ په جوړولو بوخت یوو.

هغه زیاته کړه: دا وطن د پردیو په مرستو او خیراتونو نه جوړېږي؛ خپله به خپل وطن په خپلو تولیداتو آبادوو.

اقتصادي مرستیال مسئولینو ته په خطاب کې وویل چې تر خپلو شخصي کارونو د ولس کارونو ته ډېر متوجه و اوسي او ستونزې یې ور حل کړي.

وروسته، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې وویل: دلته ۲۰ کاله د بشري حقونو، د ښځو حقونو او ډیموکراسۍ په نوم جنګ وشو، خو غوښتونکو یې د ځنګل قانون جاري کړی و.

هغه زیاته کړه: زموږ علماء کرامو، طالب العلمانو او محصلینو پر سینه بمونه ومنل، خو نړیوال اشغالګران یې له دې خاورې وشړل.

د حنفي په وینا؛ د اسلامي نظام په پخواني او اوسني دواړو دورو کې مخدره توکي د اسلامي امارت د زعیم  په یوه فرمان بند شول.

دی وایي چې د سږ کال لپاره ۱۳ میلیارده افغانۍ یوازې د شهیدانو یتیمانو لپاره ځانګړې شوې دي، د ټولو یتیمانو لپاره دي که د امارت د صف وو او که یې مقابل کې جنګېدونکي عسکر.

اداري مرستیال وویل: افغانستان په سترو قربانیو او سرښندنو سره آزاد او د نوي حکومت په راتګ سره اداري فساد، رشوت، غصب او دغه راز قومي او مذهبي تعصب له منځه ولاړل.

د غونډې په دوام، په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای، د کجکي بند د دویم فاز د ګټې اخیستنې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې یاده پروژه د برېښنا ترڅنګ د کروندګرو لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

دی وایي چې نړیوال پانګه وال دا پروژه له نږدې څاري او په تطبیق سره به یې سیمې ته پاملرنه وکړي او په خبره یې؛ دغه بند به قندهار او هلمند ته په پوره ډول برېښنا برابره کړي.

همدارنګه، د اقتصاد سر‍پرست وزیر قاري دین محمد حنیف د غونډې ګډونوالو ته وویل: موږ پر دې کار کوو د ټولو ادارو پر هغو قوانینو بیا کتنه وکړو چې د پانګه والو د کارونو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي هم په خپلو خبرو کې څرګنده کړه: نن هغه هلمند کې د یوې پروژې افتتاح کېږي چې اوس یې هم انګلستان کې پوځي جنرالان د نوم په اورېدلو لړزیږي.

ستانکزي وویل: د هلمند جهادپال ولسه! ستاسو د جهاد په برکت درست افغانستان آزاد شو او اوس به ستاسو په اوبو او برېښنا به نور ولایتونه هم رڼا شي.

د ستانکزي په باور؛ هغه ملک به ژر پرمختګ کوي چې تعلیم په کې مخته وي او د پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځیو دراوزې یې د زدکړیالانو پر مخ خلاصې وي .

هغه زیاته کړه: دا چې به خپله ځان را پورته کړو، دا مو د آینده نسل له غلامۍ څخه د خلاصون یوازینۍ لار ده.

د ستانکزي د څرګندونو له مخې، دا چې به خپله ځان را پورته کړو، دا مو د آینده نسل له غلامۍ څخه د خلاصون یوازینۍ لار ده.

دغه راز د غونډې په بهیر کې، د افغانستان برېښنا شرکت مرستیال مولوي عبدالرحمن الرحماني وویل: موږ هېوادوالو ته د برېښنا د غوره، ډاډمنې او مناسبې بیې چمتو کولو ته ژمن یوو.

هغه زیاته کړه: په کجکي کې د ۱۰۴،۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د نوي «پاور هاوس» جوړول، د افغانستان برېښنا شرکت راتلونکی پلان دی.

الرحماني پر هېوادوالو غږ وکړ چې د برېښنا لګښت پیسې پر وخت تحویل کړي او د برېښنا د غلا هڅې دې نه کوي.

په همدې حال کې، د (77) ترکي شرکت یو مسئول سلېمان جلوه او د قندهار د والي مرستیال مولوي حیات الله هم په خپلو خبرو کې، د کجکي برېښنا بند د دویم فاز پروژې د پلي کولو په خاطر چې ۱۷۴ میلیونه ‌ډالر پرې لګېدلي؛ د اسلامي امارت د مشرانو د همکارۍ مننه وکړه. ښاغلي جلوه له ترکي پانګه والو څخه وغوښتل چې اوس په افغانستان کې امنیت تأمین دی؛ را دې شي او دلته دې پانکونه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د کجکي بند د دوه میلیارده متره مکعب اوبو او د ۱۵۱ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري. د دغه بند قرارداد د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ په ۲۳ مه د اوبو او  انرژۍ وزارت او د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت ترمنځ شوی و. د دې پروژې په پلي کېدو او د برېښنا د تولید د نویو توربینونو په نصبولو سره، د کجکي بند د برېښنا د تولید وړتیا ۱۰۰ میګاواټه زیات او د برېښنا د تولید ټولیز ظرفیت ۱۵۱ میګاواټو ته ورسېږي چې کولای شي د هلمند او قندهار ټولې سیمې د برېښنا تر پوښښ لاندې راولي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته