سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال او د یوناما سرپرست سره وکتل

کابل، د چنکاښ ۱۵ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن مازیګر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال او د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست وویل: زموږ له موخو څخه یوه داده چې په افغانستان کې د سولې او ثبات او د خلکو د هوساینې د تامین په برخه کې کار وکړو او د بشر حقونه د یوناما د ماموریت مهمه برخه ده.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د علماوو او مشرانو لویه غون‌‌‌‌‌‌ډه مو تعقیب او د امیرالمومنین اختریز پيغام مې چې پر مصالحه او همدلۍ یې زیات ټينګار کړی، ولوست.
مولوي عبدالکبیر وویل، د افغانستان خلکو سره د همکارۍ او د نه لاسوهنې سیاست په اړه ستاسو له څرګندونو مننه کوم، هغه په افغانستان کې د بشرحقونو ته په اشارې وویل، د اسلامي امارت تر حاکمیت دمخه حتی بشر په افغانستان کې خوندي نه و، اوس زموږ خلک په ارامه او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنه فضا کې ژوند کوي، حقونه یې خوندي دي او د مخکېني حکومت تر پنځه سوه زرو زیات مامورین خپلو کارونو ته ادامه ورکوي.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت کابینه ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډونه ده او د افغانستان له ټولو قومونو او سیمو په هغه کې حضور لري او له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په هلو ځلو چې د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت په چوکاټ کې ایجاد شوی، تر اوسه ۱۲۰تنه هیواد ته راستانه شوي او هغوی په خوندي فضا کې ژوند ته ادامه ورکوي.
د دې کتنې په پای کې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست وویل، زه له تاسو سره د کار او د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ په موخه راغلی یم او هیله من یم په راتلونکي کې زموږ لیدنې ادامه ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته