سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ریاست الوزرا مرستیال: په افغانستان کې د پانګونې لپاره بې ساري فرصتونه برابر دي

کابل، د چنګاښ ۲۹ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن له ملي سوداګر او د شهزاده سرای څښتن ښاغلي بابرسدوزي سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل
په دې کتنه کې بابر سدوزي چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لوري تازه هیواد ته راستون شوی، پر دې خوښي وښوده چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې خپل هېواد ته راغلی.
نوموړي وویل، چې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه غواړي هم په خپله پانګونه وکړي او هم نور سوداګر او شرکتونه پانګونې ته وهڅوي.
هغه زیاته کړه، له نیکه مرغه د پانګونې او سوداګرو پر وړاندې دوه اساسي ستونزې فساد او نا امني له منځه تللي او سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته چمتو دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر له ښاغلي بابر سدوزي او هېواد ته له ټولو راستنو شویو شخصیتونو څخه د مننې ترڅنګ وویل، ټول افغانان په خپل هېواد کې باعزته او ارام ژوند کولای شي.
مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت ټولو پانګه والو او سوداګروته د امنیت ډاډ ورکوي او دا مهال په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره بې ساري فرصتونه او شرایط برابر دي.
س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته