سیاستTOP

د رییس الوزا مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل

کابل / د لیندۍ ۱۶ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې امریکا متحدو ایالتونو ته د خپل وروستي سفر او د نړیوال بانک له مسوولینو سره د خپلو کتنو په اړه معلومات ورکړل. هغې وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو مقاماتو سره یې د لا زیاتو مرستو او د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه خبرې کړې دي.

لاینس زیاته کړه چې په دې کتنو کې یې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې شوې او نړیوال بانک ژمنه کړې چې له افغانستان سره به ۲۸۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي او دغه مرستې به د روغتیا، خوراکي توکو، پوهنې، کرنې او چاپېریال ساتنې په برخو کې ولګول شي.

دیبورا لاینس د مرستندویه بنسټونو د امنیت تامین پر اړتیا د ټينګار ترڅنګ وویل چې دوی د ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو معاشونه ورکوي او هڅه کوي چې خوراکي توکي په افغانستان کې وپېري او پر خلکو یې ووېشي.

په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال وویل چې اسلامي امارت د مرستندویه بنسټونو د امنیت تامین ته ژمن دی او له افغانانو سره د مرستې لپاره د هغوی د هڅو قدرداني کوي.

هغه وویل: په افغانستان کې امنیت په بشپړ ډول تامین دی او زیاته یې کړه چې قانون پر ټولو یو ډول تطبیق کېږي او د اسلامي امارت پالیسي ټولو ته د زده کړو لپاره د برابرو شرایطو رامنځته کول دي.

مولوي حنفي وویل: اسلامي امارت له بین المللي ټولنې غواړي چې د نیمګړو پروژو په بشپړولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي چې پر کارموندنې سربېره د ځوانو استعدادونو د تېښتې مخنیوی وشي.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال په افغانستان کې د بانکي ستونزو په له منځه وړو د ټینګار ترڅنګ وویل: پر اصلاحاتو باور لري او په دې اړه د هر ډول مشورو هرکلی کوي.

ن/ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته