سیاستخبرونهاقتصادTOP

د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون مهمې پرېکړې وکړې

– کابل ،د ثور ۲۶ مه، باختر

د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون په خپله نولسمه غونډه کې مهمې پرېکړې وکړې.

په دې غونډه کې د ریاست‌الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون له مالیې وزارت، ښارجوړونې وزارت، اقتصاد وزارت، کرنې وزارت او کابل ښاروالۍ څخه یوې ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارله، چې د ښارجوړونې وزارت له تشکیل څخه د کرنې وزارت تشکیل ته د اراضي ریاست د انتقال بهیر بشپړه کړي.

د اراضي ریاست د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هِبة ‌الله اخوند زاده د ځانګړي حکم پر اساس له ښارجوړونې وزارت بېل او د کرنې وزارت تشکیل ته ور زیات کړل شوی دی.

دغه کمېسیون «د افغانستان برښنا شرکت» ته دنده وسپارله، چې د وردګو «د چک برېښنا بند» د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره او راپور یې د یاد کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د چک برېښنا بند درې توربینه لري چې په بیا فعالېدو سره به د (۳.۹) میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

اقتصادي کمېسیون خپله هغه پرېکړه هم د تطبیق وړ وبلله، چې له مخې به یې د رنګه فلزاتو ویلې کوونکې فابریکې(رنګه داغمه فلزات) له سوداګرو د بازار ورځني قېمت ته په کتو له هغوی اخلي او په هېڅ وجه به دغه خام مواد بهر ته نه انتقالېږي.

یاد کمېسیون د اقتصاد وزارت په مشرۍ؛ مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او کابل ښاروالۍ یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله چې په صنعتي پارکونو کې د صنعتکارانو د ځمکو د ستونزو د حل په اړه هم عملي اقدام وکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته