کابل / د تلې ۲۴ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن یو پلاوی ازبکستان لاړ.
د دغه پلاوي غړی مولوي انعام الله سمنګاني وايي چې ټاکل شوې په دغه رسمي سفر کې د افغانستان اسلامي امارت پلاوی له ازبکستان سره پر دوه اړخيزو او سوداګريزو اړيکو سربېره پر اقتصاد، امنيت او دې ته ورته پر نورو مسايلو خبرې وکړي.
په دغه پلاوي کې د روغتیا، فرهنګي، برېښنا، لوړو زده کړو، افغانستان بانک، سوداګرۍ خونې، ترانسپورت او ځينو نورو ادارو استازي شامل دي.
ن/ر
12 د یوې دقیقې څخه لږ