کابل / د مرغومې ۹ مه / باختر
د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د افغانستان لپاره د چین له سفیر وانګیو سره وکتل.
په دې کتنه لومړي مرسیتال ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید د اقتصادي بیارغونې لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.
د چین سفیر د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې، د نظامي لیکو د تصفیې، دولتي مامورینو ته د معاشونو د ورکړې او د امنیت په ټینګښت کې د افغانستان اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دوی به له اسلامي امارت سره خپلو اړیکو او همکاریو ته دوام ورکړي.
ن/ر